په افغانستان کی دامریکا کومه پالیسی روانه ده
نثاراحمد بهین نثاراحمد بهین

دنړی تاریخ دشلمی پیړی په اخر او د یویشتمی پیړی په درشل کی  په درامتیکه توګه  د سترو بدلونونو  شاهد وو،د۱۸۷۵--۱۹۱۴ کال پوری لویدیځو هیوادو  خپل هغه کنترول چی د ۴۰۰ کالو راپدیخوایی دنړی له څلورو برخو ځمکوڅخه پردریو برخو درلود له لاسه ورکړ، او د نړی  د زړو امپراتوریو  ځای  هم نویو راولاړ شویو قدرتو  ونیو۰

دا فکر چی دلومړی نړیوالی جګړی پای دهغی دوری ختم وو چی د بورژوازی لخــــــــوا دبورژوازی لپاره پیل شوی وه،درست ځکه ووچی په ۱۹۱۷کال کی د« اکتوبر دانقلاب» بری ، د نړی دهیوادو اړیکی یوی بلی نوی مرحلی ته ورسولی،مګر دیادولو وړخبره خو دا ده چی بیا هم د نړی د وړوسنی نظام دجوړښت  او د دوهم نړیوالی جګړی د پیل اصلی لوبغاړی  هم هغه وګړو  وو چی زیاترو یی لومړی جګړه په سترګو لیدلی و ه او په همدغه دوره کی اوسیدل۰

په ۱۹۱۴ کال کی«ولادمیر ایلیچ اولیانوف لینن ۴۴ کلن،یوسف ویساریو نویچ جوګا ــ

شویلی استالین ۳۵  کلن ،فرانکلین دلانو روزولت ۳۰ کلن،آدولف هیتلر۲۵ کلن،کنراد ادنائر ( دالمان د فدرالی جمهوریت بنسټ ایښودونکی )  ۳۸ کلن، وینستون چرچیل ۴۰کلن، مهاتما ګاندی۴۵کلن ،جواهر لعل نهرو ۲۵کلن، مايو تسه تونګ۲۱کلن،هوچی مین۲۲ کلن،یو سیپ بروزتیتو او فرنسیسکو فرانکو  باخامونذه ،دوه کاله  په عمر کی

۰«له شارل دوګل څخه او نهه کاله له بنیتو موسو لینی څخه  وړوکی وو

،   ددوهم نړیوالی جګړی څخه  وروسته دنړی په نظم کی بیا ستر بدلون راغی دجهان اداره او کنترول د « دوو ابرقدرتو» (امریکا او پخوانی شوروی اتحاد) لاسته ورغله، او دغی وضیع کابو څه باندی ۷۰ کاله دوا م وکړ۰

خو کله چی د۹۰ لسیزی په سرکی دپخوانی « شوروی اتحاد»  د نفوذ لمن ټولــــــه شوه نو نتیجه دا سی شوه  چی  یو  زیات  شمیر نورو هیوادونو  هم خپل استقلال تر لاسه کړ، دبرلین «دیوار» ونړید او دنړیوال نظم  کنترول دا ځلی یوو « ابر قدرت» یعنی متحده ایالاتو ته پاتی شوو۰

نن د امریکا نفوذ دنړی په ګوټ ګوټ کی احساسیږی، په تاریخی  لحاظ تر او سه په نړی کی ممکن داسی ډیر کم لیدل شوی وی چی دکوم هیواد نفوذ د امریکا په اندازه په ګرده نړی  خپور وی۰

او همدا د «یکه تازی » علت دی چی نړیوالو ناکراریو ته لمن و هل کیږی او هره ورځ دتیری ورځی په پرتله د نړی دخلکو ستونزی زیاتیږی۰

وایی چی تاریخ نه تکراریږی خو دا انسانان دی چی د تاریخ تیروتنی تکراروی، ممکن همدا وجه وی چی انسان ییژندونکی لا تر اوسه هم دانسان لپاره کوم دقیق تعریف نلری،یوو لیکوال وایی: «سیاست خو ټول پیژنو

خو انسا ن څنګه؟

انسان نه شو پیژندلی

انسان نه شو تعریفولی

ځکه چی انسا ن دتعریف په حال کی دی

یعنی تر اوسه نه دی تعریف شوی

دتعریف په حال کی دی

نو هغه  څه چی د تعریف په حال کی وی،تعریف نلری

»پخپله تعریف دی

 

همدا د ځینو انسانانو  دناوړه کړو نتیجه ده،چی د اوسنی نړی وضعه ډیره حساسه او  خطرناکه بڼه غوره کړی ده چی که چیری د سلیم عقل څخه کار وانخیستل شی نو

د یوی بلی دردونکی فاجیعی پیښیدل هم چندان لیری نه بریښی، دا ځکه چی پخوا یو څو محدودشمیر هیوادو نه په اټمی سلاح سمبال وو خواوس ډیر شمر هیوادونو  دا وسله یا تر لاسه کړی او یا هم په پټه او ښکاره  دهغی دلاسته راوړو په هڅو کی دی . حتی ځینی تروریستی ډلی هم غواړی چی دخپلو اهدافو دترسرکولو په خاطر دغه وسله خپله کړی، نو لدی کبله ده چی داوسنی نړی دپیښو پیشبینی لږ څه ګران کار دی۰

ځکه چی دنړی اوسنی حالت دپخوا پر پرتله ډیر توپیر لری ،او د پیښو د بهیر لړې  هم ډیره ګړندی ده ، له یوی خوا دا مریکا دمتحده ایالاتو  دنظامیګری سیاست او دبلیخوا

په نړی کی دملی ازادی غوښتونکو «خوځښتونو » او چریکی مبارزو لړی داسی څیره غوره کړی،چی دځینو ملی او سیمه  ایزو  ستونزو دحل لپاره هم باید په نړیواله سویه تصمیم ونیول شی او په نړیواله کچه پریکړی وکړل شی،او هغه هم باید تر ډیره حده دامریکی دحکومت په خوښه او نظر وی، په غیر لدی تطبیقی او اجرايیوی بڼه نشی موندلی۰

کله چی په ۱۹۹۱ کال کی پخوانی « شوروی اتحاد» ړنګ شوو او (سړه) جګړه ختمه شوه نو دجګړو بڼو هم تغیر وموند د «ایډیالوژیکی »جنګو نوخای قومی،سمتی،ژبنی او ،مذهبی جګړو ونیوو او دا جګړی نن په اسیا، افریقا،لاتینه امریکا او حتي په اروپا کی په زغرده روانی دی او هر ورځ په زرګونه بیګناه انسانان د دغو  جګړو داور  لمبی ګرځی،خو یوه خبره څرګنده ده چی په دغو  ډول ډول جګړوکی دهغو  ۹۵٪ د سوخت مواد لکه « کارتوس، مین،توپ،توپک ،بمب،ټانک ،الوتکی او داسی نور، حتی انسانی قوه»یا دامریکا او یا دهغو دشریکانو لخوا برابریږی۰

اوس اوس چی دامریکی حکومت د افغانستان په جګړه کی پاتی راغلی ،کله دجمهور رېس ښاغلی«کرزی» پر حکومت نیوکی کوی او هغه دیوو بی کفایت او فاسد حکومت په نوم یادوی، خو پوښتنه دا ده چی دغه «ناکاره» حکومت دچا په زور، دچا په پیسو او دچا په خوښه دافغانستان په خلکو وتپل شوو؟

ایا ددغه حکومت په راتلو کی چی  د یوو شمیر غلو، انسان ځورونکوو «لړمانو» (په اصطلاح مجاهدینو)  څخه جوړشوی دی، د افغانستان له عوامو څخه چا وپوښتل؟

او بیاکله هم د طالب اوحزب اسلامی څخه د سرغړونو  او  ناسپاسی ګیلی لری،مګر

بیا هم سوال دادی چی دا «نمک حرامان»چاوروزل؟ او چا دغی مرحلی ته راورسول؟چی اوس د«نستوړو پداسی مارانو»بدل شوی دی چی د« زهرو » له تویدو څخه یی نه یوازی دافغانستان دخلکو تن په عذاب دی ، بلکی پخپله امریکا یی هم هره ورځ خوند وینی۰

(دخندا وړ خبره خو دا ده چی اوس امریکا له همدغو « لړمانو » (پخوانیو مجاهدینو څخه غواړی چی  له هغو «مارانو » (طالبانو)سره «سوله» وکړی،ترڅو چی ځان دهغو له چیچلوڅخه بچ کړی۰،

داچی ددغو لړمو او مارانو په لوبه کی به دافغانستان د مجبور اومظلوم ملت پرسر په راتلونکی کی څه راځی ؟هغه ددوی لپاره بی تفاوته ده۰

سوله دهر چا خوښیږی،ښکلی او ښایسته کلمه ده ،په سولی کی خیردی،ښیګیڼه ده او ارامی راځی ، خو سوله دچا په وسیله ، دچا سره او دچا په ګټه؟

دافغانستان خلکو  ته خو دا زهرجن موجودات په ټوله معنی معلوم دی او ښه یی پیژنی، او په تیره لسیزه کی یی په ټول وجود ازمولی دی ، کوم زخمونه يا نیشونه چی دافغانستان دخلکو پرتن له دغو په اصطلاح مجاهدو څخه پاتی دی دومره دردناک او ځورونکی دی چی دهیڅ لړم زهر هم هومره اغیزه نشوه درلودای،او کوم درد او رنخ چی دطالبو  په دوری کی دی مجبور ملت زغملی دی هغه هم دهر مار له زهر و څخه  دردونکی وو۰

نو که ددی «سولی» مفهو م  دافغانستان دخلکو د واک او اختیار ویشل یو ځل بیادغو «لړمو » او هغو « مارانو » ته وی،دابه دافغانستان دخلکو  پر برخلیک په غیر له یوی ستری  لوبی دترسره کولوڅخه بله معنی ونلری۰

نن کوم نظامی پالیسی چی د اوباما حکومت په افغانستان کی په لاره اچولی ،ځینی یی د  «کلن پآول »،د بوش د دوری دبهرنیو چارو د وزیر او ځینی یی د رونالدریګن د وخت د دفاع دوزیر«واین برګر» د دکترینو پراساس طرح شوی سیاست بولی خو زما په باور دا په ډیرکم توپیر سره د هغی زړی  پالیسی یو ځل بیا تکراردی ،کومه چي د ۶۰ لیسزه په وروستیو  وختو کی دا مریکا د وخت جمهور رېس«ریچارد نیکسن» او د هغه دوخت دملی امنیت د شورای رېس هنری کیسنجر لخوا دویتنام په جګړه کی په لاره  شوی وه،ددی لپاره چی د دی دواړو  سیاستونو په ځینو ګډو ټکو پوه شوو ،ښه به دا وی چی په مقایسوی ډول د دغو  پالیسو لنډییز په لاندی توګه بیا ن کړو۰

په  ۱۹۶۹کال کی هغه وخت چی جمهور رېس نیکسن ته د سپینی ماڼی چاری پلاس  ورغلی، ده ته یوو لوی ستر کړ کیچ یعنی د «ویتنام جنګ»په میراث پروت وو، پدی جګړه کی دی د دوو  سترو  چلنجونو  سره مخامخ وو۰

لومړی ــ په جګړه کی دامریکایانو د تلفاتو لوړ شمیر چی په هره اونی کی  کابو  ۲۰۰ نفرو ته رسیده ، یعنی  تر۱۹۶۸ کاله پوری دامریکا  دمړو شمیر په جګړیزو عملیاتو کی  تقریبآ  ۱۴۰۰۰ تنو ته رسیدلی وو،چی بیا وروسته نور هم زیات شوو۰

د وهم ــ دامریکا په دننه کی دجګړی بر ضد د خلکو دورځ په ورځ  دزیاتیدونکو  نیوکو او مظاهرو دشمیر لړې۰

نو نیکسن  او کیسنجر غوښتل چی دیویخوا دخلکو دنارضایتی د کمولو په وجه او دبلیخوا دخپلو سرتیرو د تلفاتو د مخنوی په خاطر په یوو ا ړخیزه توګه خپلی ځمکنی قواوی له ویتنام څخه وباسی، خو دی کار دجګړی دپای  مفهوم نه درلود ــ،

هغوی غوښتل چی د جنوبی ویتنام  دګوډاګی حکو مت دقواو په روزلو، سمبالولو  او دشمیر په دو چنده کولو سره د جنوبی حکومت اردو لومړی پیاوړی او بیا یی د امریکا دهوایی قواو په مرسته او پوښښ، دشمالی ویتنام پر ضد  وکاروی تر څو د سویلی ویتنام حکومت  لږ تر لږه وساتل شی،اوجګړه «ویتنامی»کړی،داطرحه  د«ویتنامی» طرحی په نامه شهرت وموند۰

او د همدغه پلان پراساس وو چی « یوو زیات شمیر کشتی، الوتکی ،چورلکی ا و له یوو میلونه څخه زیات ام ـ ۱۶ ډوله توپک،۴۰۰۰۰ راکټ اندازه او ۲۰۰۰ توپ او ټانک یی د خپل پلوی حکومت په اختیارکی ورکړل۰

او له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر شمیر افسران ، پیلوټان، میکانیک او اظلاعتی تحلیلونکی یی د زده کړي لپاره بهرته واستول۰

لکه څنګه چی د اوبا ماحکومت هم اوس غواړی دافغانستان د قواوو دظرفیت پر لوړولو

اوتجهیز ولوسره تر «۲۰۱۱ » کاله پوری د نظامی عملیاتو واک دافغانستان  ا ردو  ته وسپاری او خپل عسکر له افغانستان څخه وباسی او جګړه «افغانی»  کړی۰

  ــ دنیکسن د وخت نظامیانو غوښتل چی د کمک رسولو د لیارو او مهمو بندرونو په بمباردولو سره ورو ورو د جګړی دوام د« هانوی» لپاره سخت کړی تر څو هغوی خبروته وهڅوی،پر«کامبوج» باندی یرغل چی په هغه حمله کی له۲۰۰ څخه زیات کسان ووزل شوو،او په« مای لای» کی دکلی او بانډو دخکلو قتل عام د امریکایی سر تیرو لخوا ددغه سیاست بیلګی وی۰

په افغانستان کی هم اوس  دناتو دقواوو عمومی قوماندان «مک کریستا ل»   وایی چی « دی به دنظامی فشار او زور له لیاری طالبان مجبور کړی چی خبروته کښینی،د هلمند د«مارجه او نادعلی» په ولسوالیو کی وروستی عملیات هم دامریکا د اوسنیو نظامیانو د وژنو نوی نمونی دی۰

ــ د نیکسن په وخت کی دویتنام په جګړه کی دامریکا دحکومت پشنهاد دا وو، چی

دشمالی ویتنام قواوی باید دسویلی ویتنام  ځمکی  پریږدی  او له جګړی څخه فورآ لاس پرسر شی او  دسولی خبری پیل شی۰

مګر  دشمالی ویتنام زعیم بیا ویل چی ویتنام یوو ویتنام دی شمالی او جنوبی نلری، خبری تر هغه وخته نشی پیل کیدای  تر څو چی امریکا،بی له قید او  شرط  څخه  لومړی خپل ټول  عسکر د ویتنام  له  خاوری  څخه و نه باسی، او بیا هوایی بمباری  ختمی نشی۰

ــ په افغانستان کی هم امریکایان له طالبانو  څخه  اوس غواړی چی وسله پرځمکه کیږدی،او دافغانستان دحکومت داساسی قانون په منلو سره د سولی خبروته ته چمتو شی۰\

خو دطالبانو مشرتابه بیا دا شرطونه ردوی او د هرډول خبرو  دپیل اساسی شزط له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو ویستل ګڼی۰  

ــ امریکا دجنوبی ویتنام حکومت او اردو  هم یو فاسده او دقاچاقو په کاروبار کی لړلی او اخته حکومت او اردو بلله، یوو امریکایی مامور چی په ویتنام کی یی دنده تر سره کوله د۱۹۷۰ کال وضع په جنوبی ویتنام کی داسی بیانوی :«مونږ ټول وخت پنځوس فیصده غیر مجاز غیبت درلود او دویتنام داردو ډیر شمیر ا فسران پخپل کار پسی روان وو، پر ډیر شمیر سرتیرو د هغو  افسرانو اوامر چلیدل چی خپلوخت یی په غلا،قاچاق او مخدره موادو  کی تیراوو او جنګ کولو ته یی کوم مینه نه درلوده .» پداسی حال کی چی دشمالی ویتنام اردو دخپلو اهدافو دتر سره کولو په خاطر پر خپلی مبارزی ټینګ ایمان درلود۰. 

دا فغانستان د اوسنی حکومت او اردو وضعه هم کټ مټ همدا بڼه لری، په حکومت

کی اداری فساد خپل اوج ته رسیدلی،د امریکا دمسوولو  مقاماتو او  نړیوالو سرچینو په حواله دحکومت ،پارلمان ، قضا او امنیتی ادارو  جګپوړی  وګړی د مخدره موادو  په قاچاق او رشوت او غلاو کی لاس لری۰

اردو هم یو «اجیره» تنظیمی اردو ده چی یوازی او یوازی دپیسو دتر لاسه کولو او د تنظیمی حاکمیت ددوام په خاطر خپل وخت تیروی ،کوم ملی هدف او دوطنپالنی مینه ورسره نشته، او هره ورځ د اردو په لیکو کی تښتی دوام لری،داځکه چی دهغو ډیر شمیر پدی پوهیږی چی د یرغلګری قواو سره مرسته او همکاری،ددوی په ګټه نده او دبلی خوا دوی دخپلی راتلونکی څخه هم ویره لری۰

ـ  په هغه وخت کی  امریکایانو په ویتنام کی جنګیدل په اخلاقی لحاظ یوو نامناسبه کار بللو۰ .

اوس هم ورځ په ورځ دهغو امریکایانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چی په افغانستان کی دامریکایی سرتیرو شتون ته د یوي تیروتنی او بی ګټی  کارپه سترګه ګوری۰

 

 

 

ختم ماینز ـ جرمنی

 

Behin Nessar Ahmad

 

۲۰۱۰،۳،۲۶


March 26th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات